د کابل پر مرستیال امنیه قوماندان چاودنه، دوه پولیس په کې وژل شوي

27 جدی 1399 ساعت 9:33

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د امنیه قوماندانۍ د مرستیال په موټر چاودنې شوې او درې تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د امنیه قوماندانۍ د مرستیال په موټر چاودنې شوې او درې تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن شنبې د مرغومي ۲۷ مه سهار مهال د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون د موترو ورستي تم ځای دهبوریو په سیمه کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فرودوس فرامرز جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې چاودنه د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال مولوي محمد نبي بیان په لنډ کرورز موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

دا چې چاودنه کې ښاغلي بیان ته زیان اوښتی که نه او د چاودنې نوعیت څه دي، فرامرز معلومات ورنه کړل.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135471

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135471/

جمهور
  https://www.jomhornews.com