له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدو ته به غبرګون کې ناټو وايي، د افغانستان په اړه د دوی په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت نن شنبې د مرغومي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ناټو سازمان به د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او مرستې ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان په اړه د دوی دریځ بدلون نه دی کړی او دا سازمان به د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او مرستې ته دوام ورکړي.
د غوڅ ملاتړ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی له افغان ځواکونو سره یو ځای په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تضمین لپاره مبارزه کوي او په دې هڅه کې دي، چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په امن پټنځای بدل نه شي.
خبرپانه وايي، دوی د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي او شرایطو ته په کتو به په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړي.
د یادونې ده چې د امریکا دفاع وزارت پرون اعلان کړی دی چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کړی دی.
طالبانو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ستاینه کړې وايي، دغه کار د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل