ننګرهار او لغمان کې ۴ پولیسو او ۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

28 جدی 1399 ساعت 7:43

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو پر مهال د درې ولسي وګړو په ګډون ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو پر مهال د درې ولسي وګړو په ګډون ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون شنبې د مرغومي ۲۷ مه ماسپښین مهال په جلال آباد او مهترلام ښارونو کې رامنځ ته شوې دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، ناپېژانده وسله والو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند انګور باغ سیمه کې دوه پولیس په ډزو وژلي دي.

په ورته وخت د لغمان مرکز مهترلام کې بیا د پولیسو د ریزرف قطعې په رنجر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې دوه پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي وايي، په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135493

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135493/

جمهور
  https://www.jomhornews.com