تاجکستان:

د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو

28 جدی 1399 ساعت 8:16

کابل کې د تاجکستان سفیر وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې به برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.


کابل کې د تاجکستان سفیر وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې به برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تاجک سفیر دغه څرګندونې د بهرینو چارو وزارت له سیاسي معین میرویس ناب سره په لیدنه کې دغه څرګندونې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

کابل کې د تاجکستان سفیر ویلي، دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې بشپړو همکاریو ته تیار دي.

په ورته وخت کې میرویس ناب هم ویلي چې تاجکستان او افغانستان په خپلو کې تاریخي اړیکې لري او تمه ده چې دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې په سرحدي سیمو کې د امنیتي همکاریو پر سر هم خبرې کړې دي.

تاجکستان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لاهم په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ نه لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com