د بلخ امنیتی چارواکو ته د ولسمشر غني ګواښ:

که تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي ټول له دندو لرې کوم

28 جدی 1399 ساعت 8:18

ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ټولو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی، که په دغه ولایت کې تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي، دوی ټول به له دندو لرې کړي.


ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ټولو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی، که په دغه ولایت کې تښتول شوی ماشوم آزاد نه شي، دوی ټول به له دندو لرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره تېره شپه څه باندې ۹ بجې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پر خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

نوموړي د ښاغلي غني له قوله ویلي« که بلخ کې اختطاف سوی ماشوم ازاد نه شي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لرې کوم.»

د یادونې ده، چې نژدې درې میاشتې وړاندې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم په مزارشریف ښار کې هغه مهال د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې ښوونځي ته په لاره و.

بلخوا د بلخ امنیه قومندانۍ ویلي چې د یاد ماشوم د خوشې کېدو په خاطر یې څو ځلې عملیات کړي، خو بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د ملي امنیت ادارې او د بلخ د پولیسو په وینا چې پینځه تنه یې د دغه ماشوم د برمته کولو په تور نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135497

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com