کابل کې د ښځینه قاضیانو په موټر برید: دوې وژل شوې او دوې ټپیانې دي

28 جدی 1399 ساعت 8:27

پلازمېنه کابل کې موټر سایکل سپرو وسله والو د ښځینه قاضیانو په لېږدوونکي موټروسله وال برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


پلازمېنه کابل کې موټر سایکل سپرو وسله والو د ښځینه قاضیانو په لېږدوونکي موټروسله وال برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عیني شاهدان وايي، دغه پېښه نن یکشنبې د مرغومي ۲۷ مه سهار څه کم اته بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د ښځینه قاضیانو په موټر چې څلور تنه په کې سپرې وې برید وکړ، چې دوې تنې په کې وژل شوې او دوې نورې ټپیانې دي.

تر اوسه د کابل امنیتي مسوولین او کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې بلخ ولایت کې د ښځینه پوځیانو په موټر هم وسله وال برید شوی و، چې په کې یو شمېر ښځینه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135499

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135499/

جمهور
  https://www.jomhornews.com