دفاع وزارت:

کندهار کې د طالبانو بریدونه مات او ۳۰ تنه یې وژل شوي

28 جدی 1399 ساعت 9:25

ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د وسله والو طالبان د بریدونو په شاه تمبولو او په کې د ۳۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د وسله والو طالبان د بریدونو په شاه تمبولو او په کې د ۳۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون په شاولي کوټ او ژېړۍ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو د برید پلان درلود.

خو په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي، طالبان په نښه کړي، چې ۳۰ تنه یې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د طالبانو درې خځې، یوه اندازه درنه او سپکې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو څلور میاشتو کې په کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com