کابل کې له نارینه وو دوه باج اخیستونکې نجونې نیول شوې

28 جدی 1399 ساعت 9:44

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې هغه دوه باج اخیستونکې نجونې نیولې، چې له مشهور او نېک نومه خلکو به یې باج اخیست.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې هغه دوه باج اخیستونکې نجونې نیولې، چې له مشهور او نېک نومه خلکو به یې باج اخیست.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د مرغومي ۲۷ مه د شپږ نیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه دوه نجونې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوې دي.

ښاغلي صالح ویلي، دغه نیول شویو نجونو چې مفشن کالي به یې اغوستي او فېشن به یې کړی و، له نېک نومه او مشهورو کسانو به یې باج اخیست.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، نیول شوې نجونې حسنا او شمیا نومومېږي.

د هغه به وینا اسما او شیما به مفشن کالي اغوستي و او یو شمېر نارینه به یې په دې ګواښل، چې که پیسې ورنه کړي، نو کورنۍ او د بشر حقونو کمېسیون ته به شکایت وکړي، چې دوی ته یې لاس وراچولی دی.

نوموړي زیاتوي، یو شمېر نارینه اړ شوي، چې د خپل عزت او ابرو ساتلو په خاطر دغه نجونو ته پیسې ورکړي او ځان له دې جنجاله وژغوري.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دې موضوع ته له کلونو راهیسې رسیدګي نه وه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 135511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com