د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر محب هلمند ته تللی

28 جدی 1399 ساعت 10:38

 د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته رسېدلی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب او ورسره پلاوی نن هلمند ته تللي او د سفر موخه یې د دغه ولایت جنوب او جنوب لوېدیځ زون د ولایتونو امنیت جاجول دي.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب به د دغه سفر په ترڅ کې د هلمند، کندهار، اروزګان، زابل، دایکنډي او نیمروز ولایتونو له والیانو او امنیتي مسوولینو سره د دغه ولایتونو په عمومي امنیتي وضعیت خبرې اترې وکړي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی محب به د ۲۱۵ میوند او ۲۰۵ اتل قول اردو ته هم ورشي له چارواکو او امنیتي ځواکونو سره به وویني او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه به واوري.

د یادونې ده، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون بلخ ولایت او تر هغې وړاندې ننګرهار ولایت ته د امنیتي وضعیت د جاج اخیستو په موخه تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135517

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com