ولسمشر غني کابل کې د سترې محکمې پر ښځینه قاضیانو برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف عمل بللی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه قضایانو مړینه یوه ستره ضایعه ده.
خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي، چې د طالبانو ډلې او نورو تروریستي ګروپونو له لوري زموږ پر بې دفاع هیوادوالو بریدونه او د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلامي ارشاداتو د سولې د روحیې خلاف دي.
ښاغلي غني ټینګار کړي، چې دا کار د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی چې د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولای شي.
دغه خبرپاڼه کې افغان دولت یو وار بیا په ټینګار او تکرار سره پر طالبانو غږ کړي، چې زور، ترور، وحشت او جنایت د ستونزو حل نه دی.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دا په هېواد کې روان ناورین او جګړه لا سختوي او اوږدوي، نو ځکه له طالبانو غواړي، چې د دایمي اوربند په منلو سره د سولې لپاره خپله رښتینې او عملي اراده وښیي.
خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني اړوندو مسوولینو ته د دغې پېښې د عاملینو د تعقیب او مجازاتو په اړه د جدي لارښوونې وکړې.
د یادونې ده، چې نن سهار د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې نامعلومه موټر سایکل سپرو وسله والو د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو په موټر برید وکړ.
په دغه برید کې دوه قاضیانې وژل شوې او دوه نورې ټپیان شوې دي.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل