کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته:

هدفي وژنې ډېرې شوې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړۍ

29 جدی 1399 ساعت 8:14

کابل کې د امریکا سفارت د هدفي وژنو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او خپلو اتباعو ته یې غیرضروري سفرونو د ډډې کولو سپارښتنه کړې ده.


کابل کې د امریکا سفارت د هدفي وژنو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او خپلو اتباعو ته یې غیرضروري سفرونو د ډډې کولو سپارښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت کابل کې د سترې محکمې د قاضیانو پر موټر له برید وروسته ویلي، چې په وروستیو څو اونیو کې په ټول افغانستان کې ترهګر بریدونه، جنايي جرمونه، د اختطاف پېښې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

دغه سفارت پرون یکشنبې د مرغومي ۲۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یو شمېر هوټلونه، استوګنځایونه، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر او نورې هغه سیمې چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د امریکایي اتباعو د تګ راتګ او راټولېدو ځایونه دي له زیات ګواښ سره مخامخ دي.

په خبرپاڼه کې یو ځل بیا له ټولو امریکایي اتباعو غوښتنه شوې، چې افغانستان ته دې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او که په هېواد کې وي نو په ډېر احتیاط سره دې خپلو کارونو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې پرون د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې د سترې محکمې پر ښځینه قاضیانو په داسې حال کې، چې دندې ته روانې وې، د نامعلومه موټر سایکل سپرو له خوا وسله وال برید وشو.

په دغه برید کې دوه قاضیانې و وژل شوې او دوه تنه نور چې یو موټر چلوونکی او بله یوه عامه ښځه وه، ټپیان شوي وو.

ارګ دا برید د طالبانو کار وباله او په کلکه د غندلو تر څنګ یې دا ډول کارونه د اسلامي ارشاداتو او سولې د روحیې خلاف عمل وباله.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135541

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com