۰

د غزني د چاپېریال ساتنې رییس په یوه برید کې ټپي شوی دی

سی شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
سمیه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د چاپېریال ساتنې رییس له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په وسله وال برید کې ټپي شوی دی.
د غزني د چاپېریال ساتنې رییس په یوه برید کې ټپي شوی دی
سمیه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د چاپېریال ساتنې رییس له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر عبدالولي ارمان پرون دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه ماښام مهال د چاپېریال ساتنې ریاست مخې ته نامعلومه وسله والو کسانو برید کړی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، په برید کې د چاپېریال ساتنې رییس عبدالولي ارمان او یو ساتونکی یې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ ولسوال محمد ظاهر حقیار هم په مرکز لښکرګاه ښار کې په ورته برید کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي