۰

ناټو: ۱۰ زره سرتېري مو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

سی شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
ناټو سازمان یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی وايي، کابو ۱۰ زره سرتېري به یې د افغان ځواکونو د ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي.
ناټو: ۱۰ زره سرتېري مو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي
ناټو سازمان یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړی وايي، کابو ۱۰ زره سرتېري به یې د افغان ځواکونو د ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت پرون دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري یې د افغان پوځیانو روزنې، سلا-مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

یاد ماموریت زیاته کړې، چې د ۳۸ هېوادونو له شراکت جوړ دغه ماموریت هدف دا دی چې پرې نه ښوول شي، افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د ملاتړ پر دوام د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د ناټو مشر په یوه ټوېټ کې تایید کړې، چې له ولسمشر غني سره یې د سولې پروسې په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د ناټو دریځ کې بدلون نه دی راغلی او په افغانستان کې یې حضور په شرایطو پورې تړلی دی.

نوموړي ویلي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به د ناټو سازمان ملاتړ دوام ولري، او دا ملاتړ د دې لپاره دی، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي.

ناټو پر داسې مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ او په افغانستان کې پاتې کېدل په شرایطو پورې تړي، چې څو ورځې وړاندې زرګونه نو امریکايي سرتېري هم له افغانستان څخه و وتل او شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم کړی شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي