ننګرهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي

1 دلو 1399 ساعت 8:07

سیمه ییزچاواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د دوه قوماندانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییزچاواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د دوه قوماندانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر طالبانو دغه بریدونه پرون سه شنبې د مرغومي ۳۰ مه د سپین غر ولسوالۍ د مامند درې په وچه ژوره او د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د دوه قوماندانو په ګډون ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

سرچینې د وژل شویو طالبانو قوماندانو نومونه عبدالزاده مشهور په سنګري او برج یاد کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135615

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com