هرات کې ماین چاودنې شپږ پولیس ټپیان کړي دي

1 دلو 1399 ساعت 8:09

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې پر ملي پولیسو ماین چاودنه شوې او شپږ پولیس یې ټپیان کړي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې پر ملي پولیسو ماین چاودنه شوې او شپږ پولیس یې ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه تېره شپه ( د مرغومي ۳۰ مه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په مالان پله سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکتر محمد رفیق شېرزی وايي، د پېښې له ځایه دوی ته شپږ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، په چاودنه کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د ولي زاده وايي، د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات


د مطلب کود: 135616

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135616/

جمهور
  https://www.jomhornews.com