حمدالله محب د امریکا له شارژدافیر سره پر سوله خبرې کړې دي

1 دلو 1399 ساعت 8:16

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د امریکا له شارژدافیر راسن ویلسن سره کتلي دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د امریکا له شارژدافیر راسن ویلسن سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي محب او ویلسن لیدنه پرون سه شنبې د مرغومي ۳۰ مه شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لوریو د روانو ګډو اندیښنو په ګډون د سولې پروسې، امنیتي وضعیت، تاوتریخوالي او د امریکا او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د دغه لېدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا خبرې پر داسې مهال کېږي، چې دوحه کې د سولې د دویم پړاو خبرو له پیل سره سم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې جګړو او ناامنیو بیا زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com