د بایډن له ادارې د افغان حکومت غوښتنه، هیله ده د کړیو تړونونو ته درناوی وکړی

1 دلو 1399 ساعت 9:32

په داسې حال کې، چې سبا ته د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن لوړه کوي او واک تر لاسه کوي، افغان حکومت د بایډن له ادارې سره خپله غوشتنه مطرح کړې ده.


په داسې حال کې، چې سبا ته د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن لوړه کوي او واک تر لاسه کوي، افغان حکومت د بایډن له ادارې سره خپله غوشتنه مطرح کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان حکومت د بایډن له نوې ادارې غوښتي او غواړي، چې له افغانستان سره کړیو تړونو ته درناوی وکړي او عملي یې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې کابل او واشنګټن په خپلو کې د بېلا بېلو همکاریو تړونونه لري.

د هغه په وینا افغان حکومت تمه لري، چې د بایډن اداره دغه تړونو ته درناوی وکړي او دغه راز د ځواکونو د ایستلو په اړه له افغان حکومت سره ګډ کار وکړي.

ښاغلي صالح زیاته کړې«موږ به له هغوی غوښتنه وکړو، چې هغو موافقو ته درناوی وکړي چې له موږ سره‌یې لاسلیک کړي دي. دوی له موږ سره د ستراتېژیک شراکت تړون او دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې ده، د هغو پر اساس دې دوی افغان حکومت ته اطلاع ورکړي او د ځواکونو د مناسب او منظم اخراج په باب دې له افغان حکومت سره کار وکړي.»

افغان حکومت غوښتنه پر داسې مهال مطرح کوي، ټاکل شوې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن نن د جنورۍ ۲۰ مه د لوړې مراسم تر سره او واک تر لاسه کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135629

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135629/

جمهور
  https://www.jomhornews.com