طالبانو ته د صالح بل خبرداری:

که مو وژنې همداسې دوام وکړي، د زندانیانو ژوند به مو د خبرو اجنډا کې شامل شي

1 دلو 1399 ساعت 11:02

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که طالبان تاوتریخوالی او په ټول کې خپلې وژنې ونه دروي، نو د بندیانو د خلاصون پر ځای به یې د هغوی ژوند د سولې خبرو په اجنډا کې شامل شي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که طالبان تاوتریخوالی او په ټول کې خپلې وژنې ونه دروي، نو د بندیانو د خلاصون پر ځای به یې د هغوی ژوند د سولې خبرو په اجنډا کې شامل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د سلواغې اوله د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه دغه څرګندونې کړې دي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې که طالبان د ملکي وګړو له وژنو لاس وانخلي بیا به د سولې خبرو کې د دوی د بندیانو د خلاصون پر ځای د هغوی په ژوند بحث کېږي، چې اعدام شي او که نه.

د ولسمشر لومړي مرستیال لیکلي« اوس د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو له لوري د زندانیانو خلاصون په اجنډا کې شامل دی، خو که دوی «طالبان» د ملکي کسانو وژلو، د مدني ټولنو د غړو د وژلو، د خبریالانو د وژلو، او په ټوله کې تاوتریخوالی ختم نه کړي نو په اجنډا کې به یې د زندانیانو ژوند شامل شي.»

نوموړي ویلي، بیا هم د ترهګرو د اعدام په اړه د ملت غوښتنې ته په کتو طالبان باید پوه شي، چې د سولې مذاکرات باور جوړونې ته اړتیا لري.
دی وايي، باور جوړونه د ملکي وګړو په وژنې او د لویو لارو څخه د ملکي خلکو په تښتونې سره نه جوړېږي، بلکې په دې جوړېږي، چې طالبان له قتلونو لاس واخلي.

ښاغلي صالح ټینګار کړي، چې دولت د ولس د احساساتو استازی دی او خلک هره ورځ ورڅخه قاطعیت او وضاحت غواړي، نو ځکه دولت د خپل ولس پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.
 
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلی صالح څو ورځې وړاندې په دې وروستیو کې هدفي وژنو او د هغو مخینوي ته په غبرګون کې ویلي و، چې نیول شوي ترهګر باید اعدام کړل شي.

د ښاغلي صالح دغه غوښتنه د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شو او ویې ویل، چې که د دوی بندیان اعدام شي دوی هم په بدیلو لارو پوهېږي.

د طالبانو تر دغه غبرګون وروسته صالح ویلي و، د طالبانو له دغه دریځ او خبرداري څخه ښکاري، چې هدفي وژنې، مقناطسي ماین چاودنې او په ټول کې د ملکي وګړو وژنې، چې طالبانو ترې انکار کوي، په اصل کې د همدې ډلې کار دی.


جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135641

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135641/

جمهور
  https://www.jomhornews.com