ناټو:د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت یوه موقع ده باید له لاسه ونه وځي

2 دلو 1399 ساعت 9:21

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت تاریخي بللی وايي، دا موقع باید له لاسه ونه ‌وځي.


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت تاریخي بللی وايي، دا موقع باید له لاسه ونه ‌وځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي دا څرګندونې پرون ماښام له پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد کریم خلیلي سره تر لیدو کتو وروسته کړې دي.

ښاغلي پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ناټو د سولې د داسې هر اړخیز تړون ملاتړ کوي چې د افغانستان مهمې لاسته راوړنې په‌ کې خوندي شي.

پونتېکورو له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره د سولې په تړاو د خبرو لړۍ پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ هم څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د افغانستان په اړه د ناټو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی او دغه سازمان به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي و چې ناټو په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او شرایطو ته په کتو به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو او نه وتلو په اړه اقدام تر سره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135664

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135664/

جمهور
  https://www.jomhornews.com