۰

لویډ آسټن د امریکا دفاع وزیر شو

شنبی ۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن له خوا دفاع وزارت ته نوماند لوید آسټن د امریکا له سنا جرګې د تایید رایه تر لاسه او دفاع وزیر شو.
لویډ آسټن د امریکا دفاع وزیر شو
د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن له خوا دفاع وزارت ته نوماند لوید آسټن د امریکا له سنا جرګې د تایید رایه تر لاسه او دفاع وزیر شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آسټن په سنا کې د ۹۲ موافقو او دوه مخالفو رایو په اخیستو سره د امریکا دفاع وزیر شو.

آسټن پنټاګون یا دفاع وزارت ته تر ورتګ مخکې په خپل ټوطټر لیکلي خوشاحاله دی، چې د امریکا د دفاع وزارت د لومړي تورپوستي وزیر په توګه دنده پیلوي.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی دی، چې دفاع وزیر کېږي او د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن هیله ښودلې، چې نوموړی به په پنټاګون کې ثبات راولي.

لویډ آسټن د وسټ پاینټ پوهنتون څخه فارغ او ۴۱ کاله کاري تجربه لري، چې په ۲۰۱۶ کې یې تقاعد کړی و.

نوموړي د امریکا د متحدو ایالتونو د لوی درستیز د مرستیال او د مرکزي قوماندې د قومندان په توګه دندې تر سره کړي دي.

د یادنې ده دا د بایډن د کابینې دویم وزیر دی، چې له سنا څخه د باور رایه تر لاسه کوي.

تر دې مخکې د امریکا سنا ارویل هاینس د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې د مشرې په توګه ومنله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي