ینس سټولټنبرګ:

د سولې د ملاتړ په پار افغانستان کې د ناټو د ماموریت راتلونکی تنظیموو

4 دلو 1399 ساعت 9:12

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ناټو سازمان د افغان سولې د ملاتړ په پار افغانستان کې د خپل ماموریت راتلونکی تنظیموي.


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ناټو سازمان د افغان سولې د ملاتړ په پار افغانستان کې د خپل ماموریت راتلونکی تنظیموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون جمعه د سلواغې ۳ مه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغولو سره لیدنه کې کړې دي.

د ناټو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سامان د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او د دغه ملاتړ د یوې برخې په توګه افغانستان کې خپل حضور تنظیموي.

ښاغلي سټولټنبرګ په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې پاتې کېدل هم په یوه ستونزمن پوځي جنک کې د دوامداره ښکېلتیا په مانا ده.

د ناټو سرمنشي زیاته کړې چې د امریکا له نوې ادارې سره په نږدې مشوره کې دی خو د هغه په خبره له یوه ستونزمن حالت سره مخ یو.

په ورته وخت کې سټولټنبرګ له سي.اېن.بي.سي سره په مرکه کې د ناټو پر وړاندې د ټولو ننګونو د هواري لپاره د اروپا، امریکا او ناټو په ګډ کار ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پرېکړې به په ګډه کېږي.

هغه ویلي«موږ په یوه وخت له ګڼو ننګونو سره مخ یو، هېڅ یو یې په یوازې نه شو قابو کولی، موږ باید سره ودریږو، زه په یوازې امریکا باوري نه یم، یوازې په اروپا هم باوري نه یم، زه په ناټو کې د اروپا او شمالي امریکا په یووالي باوري یم.»

د یادونې ده، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له کمولو سره سره د ناټو سرمشني څو ورځې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې له افغانستان څخه یې وتل په شرایطو پورې اړه لري.

هغه ویلي و، چې ناټو د افغان سولې د ملاتړ تر څنګ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې ته هم ژمنه ده او دغه همکارۍ ته به دوام ورکړي.
د ناټو سرمشني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د دغه سازمان دفاع وزیران په فبروری میاشت کې غونډه لري او یوه موضوع به یې افغانستان وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com