د ملي هوايي چلند ادارې د حکمتیار خبرې په کلکه رد کړې

4 دلو 1399 ساعت 9:25

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي دي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر ناپېژانده الوتکې کېني او قاچاق په کې کېږي.


د افغانستان د ملکي هوايي چلند د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي دي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر ناپېژانده الوتکې کېني او قاچاق په کې کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حکمتیار دغه څرګندونې پرون جمعه د سلواغې ۳ مه د جمعې د لمانځه خطبه کې کړې ویلي یې دي، چې نا پيژندل شوې الوتکې د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې کېني او په قاچاق کې دخیلې وي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې د دغه الوتکو امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول کېږي او له امنیتي سرتېرو غوښتل کېږي، چې د بارولو وروسته له سیمې ووځي.

خو د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې د حکمتیار خبرې په کلکه رد کړې ویلي یې دي، چې ټولې ملکي الوتنې د دوی د واک تابع دي او ټولو مسافرینو او کارګو ته د نړیوالو مقرراتو او کورني قانون سره سمه اجازه ورکول کیږي.

په خبرپاڼه کې د حکمتیار خبرو ته په اشارې لیکل شوی« شوې ادعا صرف د شایعاتو او شک په اساس شوي، چې هېڅ حقیقت نه لري.»

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره زیاتوي چې هېڅ یوې الوتکې ته د ځانګړو مقرراتو د لوګو او زنګ نښې پرته د کېنستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

بیان زیاتوي چې د هوایي چلند امنیتي خدمات د مسافرینو او ګراونډ هینډلینګ په شمول په هوایي ډګر کې د بهرنیو قراردادي شرکتونو ایکاو او ایاتا لخوا د ټاکل شويو پروسیجرونو سره سم چمتو کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان هوایي ډګرونه د کلکو امنیتي تدابیرو ترڅنګ د مسافرو بررسي کارګو پر غاړه لري چې په خبره یې د قراردادي شرکت تغیر هم د امنیتي سیستم د تقویت په پار شوی.

دغه ادارې ویلي، یوازې د ناټو او غوڅ ماموریت د قراردادي شرکتونو پروازونه د SOFA د تړون په اساس له دې جریان نه مستثنی دي او د یاد شوي تړون پر اساس ترسره کیږي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دې سره په خوا کې نظامي الوتنې هم یوازې کورنۍ عملیاتي الوتنې دي او له هېواد نه بهر ته د تللو اجازه نه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا اداره له ټولو سیاسي مشرانو غواړي، چې ټول تخنیکي اړخونو ته مخکې له عمومي شایعه کولو لومړی موضوع له دې ادارې سره شریکه کړي او خپل ځان باوري کړي تر څو عامه باور او د رسمي بنسټونو باور ته زیان ونه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135693

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135693/

جمهور
  https://www.jomhornews.com