د قریشي خبرو ته د امرالله صالح غبرګون:

پاکستان د دوحې تړون کې د طالبانو د امتیاز له لاسه وتو ته اندېښمن دی

4 دلو 1399 ساعت 13:04

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پاکستان دې ته وارخطا دی، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو امتیاز له لاسه ولاړ نه شي.


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پاکستان دې ته وارخطا دی، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو امتیاز له لاسه ولاړ نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تازه مرکې په غبرګون کې کړې دي.

قریشي د الجزیرې تلوېزیون سره په تازه مرکه کې ټینګار کړي، چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن اداره دې هم د طالبانو سره د ټرامپ ادارې کړی تړون حفظ کړي او د افغان سولې په برخه کې د همدغه تړون تعقب کړي.

قريشي ويلي«زه فکر کوم د امريکا نوی دولت بايد درک کړي چې افغانستان کې فرصت موجود دی او هغه پروسه چې پيل شوې، بايد ویې ساتي او هغه شاته ونه غورځوي.»

نوموړي څو ورځې وړاندې هم دا خبره کړې وه، چې د امریکا یوه اداره هم پاکستان له پامه نه شي غورځولی.

خو د قریشي دغه څرګندونو ته په غبرګون کې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پاکستان وار خطا دی، چې د دوحې تړون کې د طالبانو له لاسه امتیازات ولاړ نشي.

ښاغلي صالح نن شنبې د سلواغې ۴ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«ستاسو فکر دی یوازینی هېواد کې چې په وراخطایۍ سره له لوېدیځ څخه طالب ته د امتیاز اخیستو په لټه کې دی، پاکستان دی.»

هغه وړاندې وايي«د افغانستان خلکو به خامخا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه لېدلې او لوستلې وي، په داسې حال کې، زموږ ټول خلک او حتا د نړۍ هېوادونه د دوحې تړون کې طالبانو ته ورکړل شوي امتیازات غیر ضروري او زیات امیتاز بولي، خو یوازې یو هېواد په دې برخه کې په وېره کې دی.»

په ورته وخت کې ښاغلي صالح د هېواد له ټولو کورنیو غوښتي، چې خپل نوي زامن د دیني تعلیم تر نامه لاندې چا ته او یا کومې ډلې ته چې د دوی له ژوند له ساحې د باندې ژوند کوي ونه سپاري.

د ده په وینا طالبان له دغه نویو ځوانانو او ماشومان، چې له غریبو کورنیو څخه د دیني زده کړو تر لاسه کولو په خاطر جلا کېږي، مغزونه یې ورمنځي او د ځانمرګو بریدونو لپاره یې هڅوي.

ښاغلی صالح زیاتوي، چې دغه ډول تعلیمات تر ټولو ډېر په پاکستان او په ځينو وختونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې تر سره کېږي او په وینا یې دا هغه څه دي، چې طالب ته هېڅ ارزښت نه لري او نه یې درلود د انسانانو ژوند دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په ټينګار سره ویلي، هغه څه چې طالب ته ارزښت نه لري د انسانانو ژوند دی او هغه څه چې ډېر ورته ارزښت لري هغه د خپل اصلي ملاتړي پاکستان خوښي او رضایت دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 135714

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135714/

جمهور
  https://www.jomhornews.com