۰
د قریشي خبرو ته د افغان حکومت غبرګون:

طالبان اوربند او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو ته وهڅوۍ

یکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۱
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې څرګندونو ته چې د امریکا نوی حکومت دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، افغان حکومت ویلي، پاکستان دې طالبان اوربند او له ترهګرو ډولو سره اړیکو پرېکولو ته وهڅوي.
طالبان اوربند او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو ته وهڅوۍ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې څرګندونو ته چې د امریکا نوی حکومت دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، افغان حکومت ویلي، پاکستان دې طالبان اوربند او له ترهګرو ډولو سره اړیکو پرېکولو ته وهڅوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت وايي، دوی سولې ته د رسېدو په برخه کې د ټولو اړخونو له صادقانه هڅو مننه او درناوی کوي او تمه لري، چې ښکېل اړخونه د سولې په برخه کې صادقانه او عملي همکاري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان حکومت د پاکستان له دولت او نړیوالو شریکانو غواړي، چې طالبان د خپلو کړیو ژمنو، چې د تاوتریخوالي کموالي، سرتاسري اوربند او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول دي، عملي کولو ته وهڅوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ له پاکستان او نړیوالو شریکانو غواړو، چې طالبان د خپلو کړو ژمنو عملي کولو ته وهڅوي، تر څو سولې ته د رسېدو لپاره سیاسي جوړجاړي ته لار هواره شي.»

افغان حکومت وايي، چې دوی د ۶ زره طالب زندانیانو په خوشي کولو سره اوربند، د سولې خبرو کې صادقانه ګډون او باور جوړونې لپاره خپله اقدمات عملي او کلک ارده یې وښوده.

خو په وینا یې طالبانو نه دا چې پر خپلو کړیو ژمنو یې عمل ونه کړ، اوربند ته یې غاړه کېنښوده، بلکې تاوتریخوالی یې په بې سارې کچې زیاته کړ.

افغان حکومت زیاتوي، طالبانو په هدفي وژنو او نویو ستونزو په رامنځ ته کولو سره د سولې خبرې او لار لا ځندنۍ او خنډنۍ کړه.

د یادونې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي درې ورځې وړاندې په یوه مرکه کې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا له نوي حکومت غوښتي، چې له طالبانو سره د دوحې کړې ژمنې ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار او بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه بیا ارزونې ته اړتیا لري او دوی به یې ارزوي.

افغان حکومت د امریکا د نوې ادارې د دغه دریځ هرکلی او ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه تړون باید ورازول شي، ځکه طالبانو ته په دغه تړون کې ډېر امتیازات ورکړل شوي دي.

دا چې پاکستان ولې د امریکا له نوي حکومته د دوحې تړون ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پاکستان وېره لري، چې دغه تړون کې طالبانو ته ورکړل شوي امتیازات یې له لاسه ونه وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي