جلال آباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

5 دلو 1399 ساعت 10:01

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه سهار ۷ بجې جلال آباد ښار کې د چپرهار زړې اډې ته څېرمه رامنځ ته شوې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، ماین په یاده سیمه کې د یوه دوکان مخې ته اېښودل شوی و، چې د چاودنې له امله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

چارواکو د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی وايي، روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 135735

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135735/

جمهور
  https://www.jomhornews.com