د کابل سهار بیا په چاودنه پیل شو، درې تنه ټپیان شوي دي

5 دلو 1399 ساعت 10:09

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه سهار ۸ بجې د کابل ښار د ۸ مې ناحیې اړوند د شاه شهید سیمې په درېیم سړک کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د مقناطسي ماین له امله په یوه لنډکروز موټر رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

تر اوسه د دغه چاتودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135736

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135736/

جمهور
  https://www.jomhornews.com