فاریاب کې د طالبانو یو پاټک له منځه وړل شوی دی

5 دلو 1399 ساعت 10:38

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د طالبانو یو پاټک یا د پیسو اخیستو ځای له منځه وړی دی.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د طالبانو یو پاټک یا د پیسو اخیستو ځای له منځه وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي د طالبانو دغه پاټک د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په چهارشنغوي کلي کې وو.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان هوايي ځواک پرون مازیګر مهال د طالبانو پر دغه پاټک هوايي برید کړی او له منځه یې وړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه هوايي برید کې شپږ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې افغان ځواکونو د طالبانو د یوه سرګروپ ملا فاروقي ورور جمعه ګل هم د یو میل وسلې سره یو ځای په دغه ولسوالۍ کې نیولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب


د مطلب کود: 135739

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135739/

جمهور
  https://www.jomhornews.com