په دولتي موټر کې د مقناطسي ماینونو اېښودونکی مستري ونیول شو

6 دلو 1399 ساعت 9:07

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې هغه مستري نیولی، چې په دولتي موټرو کې به یې مقناطسي ماینونه ځای پر ځای کول.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې هغه مستري نیولی، چې په دولتي موټرو کې به یې مقناطسي ماینونه ځای پر ځای کول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه مسترې پرون یکشنبې د سلواغې ۵ مه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیاسنګ سیمه کې نیول شوی دی.

ارین د دغه مستري نیول کېدو ته په اشارې خلکو ته خبر ورکړی، چې مستري خونو ته د موټر د بېولو او ترمیم پر مهال جدي پاملرنه ورته وکړي.

نوموړي ځکه دا خبرداری ورکړی، چې په وینا یې طالبان د جنایتونو د ترسراوي لپاره له بېلا بېلو لارو او کړنلارو ګټه اخلي.

ارین ویلي«کله چې خپل موټر د چک او ترمیم په موخه مستري خونو ته وړئ، نو هیله ده پام وکړئ. دوښمن د خلکو د هدف ګرځولو له پاره له بېلابېلو لارو ګټنه کوي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړي، چې تر دې وړاندې هم ترهګر د ډوډۍ پلورونکو، د لیني موټرو د چلوونکو او ټکسي چلوونکو په جامو کې تشخیص شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې د پلازمنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د چسپکي ماین چاودنو پېښې زیاتې شوي.

همدا نن هم د کابل په پروان دو سیمه کې په یوه لنډ کروز موټر د مقناطسي ماین چاودنې شوې، خو مرګ ژوبله نه لري، خو پرون ورته یوې چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135768

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com