سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي ۴۰۴ موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د سلواغې ۶ مه سهار وختي پنځه بجې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د احمدشاه بابا ابدالي د شرکت په ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر شوې ده.
دغه بس موټر له کابل څخه نیمروز ته هغه مسافر لېږدول چې ایران ته د مزدورۍ لپاره روان و، خو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.
د میوند ولسوالۍ ولسوال حاجي عبیدالله وايي، وسله والو طالبانو تازه دغه ماین په خامه سړک کې ځای پر ځای کړی و، چې ولسي وګړي یې ښکار شول.
د هغه په وینا د طالبانو د ګواښونو له کبله د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې موټر له عمومي سړک څخه خامې ته ښته کېږي او ځي، چې ننۍ پېښه هم د همدې له امله وشوه.
ولسوال وایي، د دوی لومړني معلومات ښيي، چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او پنځه تنه ټپيان شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک دی.
بل خوا د احمدشاه بابا ابدالي شرکت مسوولین وایي، موټر د دوی د شرکت و او له کابل څخه یې نیمروز ته مسافر لېږدول چې چاودنه پرې شوې.
دی وايي، چې د پېښې قربانیان دغه شرکت په شخصي لګښت تر روغتون پورې رسولي، خو دا چې څو کسان دي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل