امرالله صالح:

هغه درې ترهګر مو نیولي، چې غوښتل یې یو مدني فعال ترور کړي

6 دلو 1399 ساعت 10:36

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت هغه درې تنه ترهګر نیولي، چې غوښتل یې یو مدني فعال ترور کړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت هغه درې تنه ترهګر نیولي، چې غوښتل یې یو مدني فعال ترور کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د سلواغې ۶ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه دا خبره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دغه درې تنه ترهګر پرون د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا بالفعل نیول شوي دي.

د هغه په وینا دغه درې تنه ترهګرو غوښتل، چې د بې غږه تومانچې په واسطه یو مدني فعال ترور کړي، چې باالفعل د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.

ښاغلي صالح د دغه درې ترهګرو د هویت او مدني فعال په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړي، چې د دغه ترهګرو د سازمان د شجرې موندلو لپاره هڅې دوام لري.

دی وايي، په پلټنو کې به دا هم معلومه شي، چې دغه ترهګرو د دوه ښځینه قاضیانو قدسیې او ذکیې په قتل کې هم لاس درلود که نه.

ښاغلی صالح د غلکچي بریدګرو د نیولو کېدو خبر پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې د مدني فعالانو، خبریالانو، څارنوالانو، قاضیانو او نورو حکومتي کارکوونکو او ملکي وګړو هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

قاضي قدسیه او قاضي ذکیه د سترې محکمې هغه دوه کارکوونکې وې، چې تېره اوونۍ دندې ته په لار د کابل ښار په تایمني سیمه کې د موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو و وژل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com