د افغان دولت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، له طالبانو سره خبرو کې به یې اوربند او اغېزناک مذاکرات لومړیتوب وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ستانکزي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۵ مه د محمدیه علماوو سازمان له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال یوسف کالا سره دوحه کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې طالبانو سره خبرو کې د دولت د مذاکراتي ټیم لومړیتوب اوربند او اغېزناک مذاکرات دي.
ښاغلي ستانکزي د سولې په مذاکراتو کې د اندونیزیا د رغنده رول مننه کړې او د افغان سولې بهیر سره یې د هغه هېواد د همکاریو پر دوام ټينګار کړی.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په خبرپاڼه کې د محمدیه علماوو سازمان د مشر له قوله ویلي چې په یوه اسلامي ټولنه کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.
ښاغلي کالا تمه ښودلې چې دواړه مذاکرهکوونکي لوري د اوربند په کولو سره او د رغندو مذاکراتو له لارې سوله او امنیت تأمین کړي.
بل خوا طالبانو هم ویلي، چې د دوی د سیاسي دفتر مشر په دوحه کې د اندونیزیا هیواد د پخواني مرستیال ولسمشر سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل