جوزجان: په ترافیکي پېښه کې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

7 دلو 1399 ساعت 9:07

د جوزجان – بلخ ولایت پر لویه لار د جوزجان ولایت اړوند سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۳۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.


د جوزجان – بلخ ولایت پر لویه لار د جوزجان ولایت اړوند سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۳۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پېښه تېر ماښام شپږ بجې د جوزجان ولایت په حدبخشي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالواحد وجدان وايي، ۴۰۴ موټر له فاریاب څخه د کابل په لور روان و، چې د جوزجان په حدبخشي سیمه کې یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

دی وايي، د پېښې له ځایه ۲۰ تنه ټپیان تر اوسه د جوزجان او بلخ روغتونو ته لېږدول شوي، خو دا چې د پېښې رامنځ ته کېدو سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د مرګ ژوبلې کره معلومات نه کېږي.

خو عیني شاهدانو ویلي، چې په دغه ترافیکي پېشه کې ۱۰ مسافر وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون بیا د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې یو تن په کې وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 


د مطلب کود: 135804

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com