هرات کې ترافیکي پېښې ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

7 دلو 1399 ساعت 9:18

سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۳ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۳ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د هرات- کندهار پر لویه لار د هرات د ګزرې ولسوالۍ په میرداود سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هرات د امبولانس مسوول محمد ابراهیم محمدي وايي، پېښه د یوه مسافر وړونکي او یوه ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې یو تن مړ شوی، د څلورو ښځو او درې ماشومانو په ګډون ۳۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.

دی وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاد وړ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه په جوزجان کې هم یو ۴۰۴ موټرله باروړونکي موټر سره ټکر کړي، چې ۱۰ تنه په کې مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135806

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135806/

جمهور
  https://www.jomhornews.com