کابل کې چاودنې یو تن وژلی او بل یې ټپي کړی دی

7 دلو 1399 ساعت 11:12

پلازمېنه کابل نن بیا د یوې چاودنې شاهده وه، چې له امله یې یو موټر چلوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.


پلازمېنه کابل نن بیا د یوې چاودنې شاهده وه، چې له امله یې یو موټر چلوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د سلواغې ۷ مه سهار مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني اډې سره رامنځ ته شوې ده.

که څه هم د کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان وايي، چاودنه په یوه سراچه موټر شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا په چاودنه کې د سراچې موټر چلوونکی وژل شوی او بل کس ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې او کابو هره ورځ د کابل سهار په چاودنه پیلېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون د شپږنیمو له غونډې وروسته ویلي، چې ډېر ژر به د مقناطسي ماینونو ستونزه حل او مخنیوی به یې وکړي.

کورنیو چارو وزارت پرون ویلي وو چې دوی د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د سیاسنګ په سیمه کې د موټرو هغه مستري هم نیولي، چې په دولتي موټرو کې به یې د ترمیم پرمهال مقناطسي ماینونه اوېښودل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135823

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135823/

جمهور
  https://www.jomhornews.com