ولسمشرغني، له کرزي، استاد سیاف او عبدالله سره پر سوله غږېدلی

7 دلو 1399 ساعت 14:32

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سیاف سره لیدلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سیاف سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن سه شنبې د سلواغې ۷ مه په ګلخانې ماڼې کې شوې، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي هم په کې وو.

ارګ وايي، په دې لیدنه کې د سولې په تړوا د سیاسي اجماع، تاوتریخوالي په کمېدو او مطبوبې سولې، چې د افغانستان د امنیت، ثبات او په هېواد کې د وینو د بهېدو مخه ونیسي خبرې اترې وشوې.
 
ښاغلي غني ویلي، چې په دې حساسو شرایطو کې له سیاسي څېرو او د خلکو د بېلا بېلو پاړکیو سره د سولې په اړه سلامشورې خورا اړینې او ګټورې دي.

ولسمشر پر داسې مهال په کور د ننه د سولې لپاره د سیاسي اجماع په پیاوړي کولو له سیاسي څېرو سره ګوري، چې دوحه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې، خو کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.

او دا په داسې حال کې ده، چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا تړون به له سره وارزوي ځکه په وینا یې طالبانو په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

په داسې حال کې، چې طالبان وايي، دوی د شوي تړون هرې مادې ته ژمن دي او د امریکا له نوې ادارې غواړي، چې شوی تړون تعقیب او عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 135831

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com