د امریکا نوی دفاع وزیر له افغانستان د ځواکونو د وتلو پرېکړه بیا ارزوي

8 دلو 1399 ساعت 8:21

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا متحده ایالتونو نوی دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.


امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا متحده ایالتونو نوی دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې نوموړی نه یوازې له افغانستانه بلکې له عراق څخه به هم د امریکايي سرتېرو د شمېر او وضعیت په اړه ارزونه وکړي.

د امریکا په دفاع وزارت کې سرچینو ویلي آسټین غواړي د ټرمپ دا پرېکړه هم و ارزوي چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې یې له افغانستان او عراق د سرتېرو د ایستلو امر ورکړ.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په رسمي توګه په دې اړه اقدام نه دی شوی، خو د پنټاګون نوې اداره به ارو مرو د سرتېرو د وضعیت په اړه خپله ارزونه ولري.

نوموړي ویلي، چې د بایډن نوې اداره به هر څه په دقیقه توګه ارزوي، په اړه به یې پرېکړه کوي او د امریکا د امنیت لپاره به هر اړخیزې هڅې کوي.

له افغانستان د امریکايي سرتېرو د شمېر کمولو او وضعیت بیا ارزولو خبره پر داسې مهال کېږي، چې د بایډن د ادارې د ملي امنیت سلاکار او بهرنیو چارو وزرت نوماند ویلي، چې د بایډن اداره به له طالبانو سره د امریکا د دوحې شوې هوکړه هم له سره و ارزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135846

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135846/

جمهور
  https://www.jomhornews.com