د کابل سهار بیا هم په دوه چاودنو پیل شو، ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 دلو 1399 ساعت 10:10

د کابل سهار نن بیا هم په دوه چاودنو سره پیل شوی، چې د امنیتي چارواکو په وینا ۶ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کابل سهار نن بیا هم په دوه چاودنو سره پیل شوی، چې د امنیتي چارواکو په وینا ۶ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه چاودنې نن چهارشنبې د سلواغې ۸ مه سهار څه باندې اته بجې د کابل ښار د پنځلسمې او دولسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې شوې دي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، لومړی چاودنه د ښار د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند دسپېچري سیمه کې په یوه رنجر موټر شوې، چې له امله یې دوه تنه سربېرن ټپیان شوي دي.

دغه راز دویمه چاودنه هم د پولیسو په رنجر موټر د ښار د ۱۲ مې ناحیې اړوند سلیم کاروان سیمه کې شوې ده.

د کابل پولیسو یوې امنیتي سرچینې و ویل، چې په دغه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني اډې سیمه کې په یوه سراچه موټر هم د مقناطسي ماین چاودنه شوې وه، چې موټر چلوونکی یې وژل شوی او یو بل تن ټپی شوی دی.

د یادونې ده، چې له تېرې یوې میاشت راهیسې کابو هر سهار پلازمېنه کابل کې چاودنه رامنځ ته کېږي.

د ولسشمر لومړي مرستیال دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې ډېر ژر به د مقناطسي ماینونو ستونزه حل او مخینوی به یې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135856

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135856/

جمهور
  https://www.jomhornews.com