د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر:

پر طالبانو باور نه دی پکار، له افغانستانه به مو وتل په شرایطو پورې تړی وي

8 دلو 1399 ساعت 10:29

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د ادارې نوي بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، طالبانو د امریکا امنیت نه شي ساتلی او باور پرې نه دی پکار.


د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د ادارې نوي بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، طالبانو د امریکا امنیت نه شي ساتلی او باور پرې نه دی پکار.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلینکن چې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته خبرې کولې په ټینګار سره ویلي، پر طالبانو دومره باور هم نه دی په کار چې ګڼې دغه ډله دې امریکا د القاعده او داعش له خطره وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن زیاته کړې، چې امریکا د خپل امنیت د تامین لپاره پر ټولو لارو چارو غور کوي او له افغانستانه د سرتېرو ایستل به هم په شرایطو پورې تړلي وي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې په مذاکراتو کې د مېرمنو د حقونو خوندي کول هم مهمه برخه ده او امریکا د تېرو لاس ته راوړنو ساتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر ټینګار کړي، چې امریکا د خپلې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ دې ته تیاره ده چې یوه اوږده جګړه د خبرو له لارې حل کړي، خو په هېڅ وجه به له شته لاس ته راړونو هم تېر نه شي.

د یادونې ده، چې انتوني بلېنکن څو ورځې مخکې هم ویلي و، چې له طالبانو سره د امریکا شوی تړون به له سره ارزول کېږي، ځکه په وینا یې د دغه تړون څخه دوی پوره معلومات نه لري.

دغه را د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم له خپل افغان سیال حمدالله محب سره خبرو کې ټینګار کړی و، چې د بایډن اداره به له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې کړی تړون له سره و ارزوي.

افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ملي امنیت سلاکار د دغه څرګندونو هرکلی وکړ او ټینګار یې کړی، چې له طالبانو سره شوی تړون باید له سره و اروزل شي، ځکه په وینا یې دغه تړون کې طالبانو ته ډېر امتیازات ورکړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تازه د امریکا د خزانې وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرېکړې او دغه شبکه اوس هم طالبانو ته مالي سرچینې برابروي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې وسله وال طالبان او القاعده شبکه په خپلو کې نه شلول کېدونکې اړیکې لري.
د دې شورا ویاند، رحمت اله اندړ پرون سې شنبه رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره په موافقه کې له القاعده او نورو افراطي ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې وه.

په داسې حال کې، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو په لیکو کې د القاعده شبکې ۱۱ غړي د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي او درې مشران یې وژل شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې طالبان اوس له القاعده شبکې سره اړیکې نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 135859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com