ایرو ایشیا:

د افغان سولې په برخه کې د پاکستان دومخيتوب به اسلام آباد برباد کړي

9 دلو 1399 ساعت 8:54

ایرو ایشیا نشریې په یوه مطلب کې ویلي، چې که پاکستان په افغان سوله کې له دومخې پالیسۍ لاس وانخلي نو لرې نه ده، چې اسلام آباد به هم برباد شي.


ایرو ایشیا نشریې په یوه مطلب کې ویلي، چې که پاکستان په افغان سوله کې له دومخې پالیسۍ لاس وانخلي نو لرې نه ده، چې اسلام آباد به هم برباد شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، پاکستان ته په کار ده، چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره ریښتینې او صادقانه همکاري وکړي.

دغه نشریه وايي، که پاکستان دا کار ونه کړي او په دې برخه کې له دوه مخیتوبه کار واخلي نو تر ټولو لوړی به دا اور د پاکستان لمن وسېځي او اسلام آباد به برباد شي.

په مطلب کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه ختم او ملاتړ یې پرېښودل شي.

ایرو ایشیا وایي که امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي نو تر ټولو ستر زیان یې پاکستان ته اوړي او ددې احتمال شته چې په سیمه کې د سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د ناندریو او سیالیو نوی پړاو پيل شي.

سرچینې ټینګار کړی، چې اسلام آباد باید د ترهګرو مرکزونه ختم کوي، له افغان سولې سره دې رښتینې همکاري وکړي ځکه له همدې لارې افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې ته دایمي پرمختګ او سوله راتللی شي.

دغه نشریې زیاته کړې چې که پاکستان په افغان سوله کې صادق نه وي نو راتلونکي کلونه به اسلام اباد ته له سختو زیانونونو ډک وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135892

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135892/

جمهور
  https://www.jomhornews.com