د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خلیلزاد د کار ادامه تایید کړه

9 دلو 1399 ساعت 9:01

د ولسمشر د نوې ادارې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تایید کړې، چې د افغان سولې په برخه کې یې د خلیلزاد ماموریت تمدید کړی دی.


د ولسمشر د نوې ادارې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تایید کړې، چې د افغان سولې په برخه کې یې د خلیلزاد ماموریت تمدید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې د خلیلزاد د کار موده یې غځولې او د امریکا نوې ادارې له نوموړي غوښتي، چې د افغان سولې حیاتي مسله حل کړي.

انتوني بلینکن د افغانستان د سولې مسئله حیاتي بللې ده او پر خلیلزاد یې غږ کړی دی چې دغه حیاتي مسئله ژر تر ژره حل کړي.

نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هڅه کوي خو تر څنګ یې غواړي چې په دغه هېواد کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې هم وساتي.

دغه راز نوموړي دا هم ویلي و، چې د سرتېرو ایستل به یې په افغانستان کې په روانو شرایطو پورې تړلي وی او د طالبانو سره د امریکا شوی تړون به هم له سره وارزول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com