ولسمشرغني د جرمني له لومړۍ وزیرې سره پر سوله خبرې کړې دي

9 دلو 1399 ساعت 9:18

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبری اترې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبری اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او مېرمن مرکل ویډیويي خبرې پرون چهارشنبې شوې او دواړو لورو د کابل او برلېن تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دې کنفرانس کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا سربېره د سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي،  د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او پر اوربند یې ټینګار وکړ.
مېرمن مرکل ویلي، دا د منلو نه ده چې د مذاکراتو ترڅنګ دې تاوتریخوالی هم دوام ولري او خلکو ته دې زیان ورسېږي.
 
نوموړې ویلي المان د خپلواک او پرمختللي افغانستان چې ډیموکراتیک نظام په کې حاکم وي، ملاتړ کوي او زموږ هڅې باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لامل شي.
 
د المان لومړۍ وزیرې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنتیا اعلان کړه او له افغانستان سره د زیمنس کمپنۍ د همکاریو تفاهم لیک د لاسلیک یادونه یې وکړه وې ویل، د هغه لاسلیک نورو الماني شرکتونو ته لاره پرانېسته چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو ‎په فبروري میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو ترسره کېدونکي کنفرانس، د افغانستان لپاره د هغه پر ارزښت، د سولې پر مذاکراتو د هغه د اغېز او له افغانستان او په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره د دې کنفرانس پر پیغامونه خبرې وکړې.
 
په ورته وخت کې ولسمشر غني په مختلفو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو مننه کړې ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
 
ښاغلي غني همداراز د سولې راوستو او سیمه ییز اتصال لپاره د افغانستان د برنامو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
 
په دې ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني او د المان لومړۍ وزیرې د دواړو هیوادونوترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا هوکړه وکړه.

ولسمشر ویلي، چې افغان حکومت د دواړو هیوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز جوړول مطالعه کوي، ترڅو د افغانستان تولیدات په ځانګړي ډول تازه او وچه میوه د المان مارکېټونو ته ورسېږي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د ولسمشر غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com