۰
امرالله صالح:

د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د افغانستان په اړه سلا مشورې زیاتې شوې

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د ټرمپ د دورې په پرتله د افغانستان د وضعیت په اړه د ناټو غړو هېوادونو تر منځ سلا مشورې زیاتې شوې دي.
د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د افغانستان په اړه سلا مشورې زیاتې شوې
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د ټرمپ د دورې په پرتله د افغانستان د وضعیت په اړه د ناټو غړو هېوادونو تر منځ سلا مشورې زیاتې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن پنشنبې د سلواغې ۹ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه کړې او ویلي یې دي، چې پرون یې افغانستان کې د ناټو د ملکي سفیر ښاغلي سټیفانو سره په خپل دفتر کې کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د غړو ملتونو تر منځ د سلا مشورو او همکاریو د بیا پلېدو څخه خوښه ده او د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د افغانستان دو ضعیت په اړه سلا مشورې زیاتې شوې دي.

ښاغلي صالح ویلي«ناټو خوښه ده، چې د غړو هېوادونو تر منځ یې د افغانستان په اړه سلا مشورې بېرته پیل شوې دي، د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د ټرمپ د ادارې په پرتله دغه سلا مشورې او د اطلاعاتو تبادله په بې سارې کچه زیاتې شوې ده.»

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې دغه تازه رامنځ ته شوې روحیه، سلا مشورې او د ائتلاف غړو ته احترام د ترهګرو د لابۍ، دسیسې جوړونې او منفي دخالت لار بنده کړې ده.

ښاغلي صالح ویلي، چې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې د واحد لید لوري او دریځ نه درلود، ترهګرو ته نه یوازې پر نفس کاذب باور پیدا کړی و، بلکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو د زیاتېدو باعث هم شوی وو.

نوموړی وايي، طالبان په دریو ټکو ډېر تمرکز لري یو دا چې په وژنو سره غواړي وحشت رامنځ ته او د افغانستان متحدین ترې مایونه کړي.

دویم دا چې طالبان غواړي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له نړۍ څخه منزوي کړي تر څو د دوی د القاعده ډوله جهادونو لپاره زمینه برابره شي او افغانستان د پخوا په شان شي.

درېیم دا چې طالبان غواړي د دین تر نامه لاندې هر څه د ځان په ګټه وکاروي او واک یوزاې د دوی په لاس کې وي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د طالبانو د تبلیغاتو څېړنې او تحلیل دا ښيي، چې دغه ډله تر وژنو او د افغانستان تر تجرید پرته بل هېڅ هدف او موخه نه لري.

دی زیاتوي، طالبانو په تېرو څو اونیو کې هڅه وکړه، چې د هدفي وژنو له مسوولیت نه ځان وباسي، خ د امنیتي ځواکونو بې درېغه هڅو د طالبانو دغه پلان شنډ کړ.

ښاغلی صالح وایي، تمه او ګمان دا دی، چې طالبان ښايي جوړجاړي او سولې ته غاړه کېږدي، خو واقعیت دا دی، چې په دغه ډله کې هېڅ ډول تغیر نه لیدل کېږي، نو ځکه ورځ تر بلې د واقعیتونو د مقابلې لپاره چمتو کېږو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي