د المان لومړی وزیره:

افغانستان کې لاس ته راوڼې به د یوې قدرت طلبه ډلې قرباني نه کړو

9 دلو 1399 ساعت 10:46

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د المان د لومړی وزیرې انګلا مرکل له قوله وايي، دوی به په افغانستان کې د تېرو دوه لسیزو لاس ته راونې د یوې قدرت طلبه او تاوتریخوالي زېږونکې ډلې قرباني نه کړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د المان د لومړی وزیرې انګلا مرکل له قوله وايي، دوی به په افغانستان کې د تېرو دوه لسیزو لاس ته راونې د یوې قدرت طلبه او تاوتریخوالي زېږونکې ډلې قرباني نه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د سلواغې ۹ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ولسمشر غني پرون د المان د لومړی وزیرې انګلا مرکل سره ویډیويي خبرې وکړې.

نوموړي وايي، په دغه کنفرانس ده هم شتون درلود او المان لومړی وزیر له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د خپل هېواد پر همکاریو او ژمنتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي صالح زیاتوي، مېرمن مرکل په خپلو خبرو کې و ویل، چې نړیوالې ټولنې په تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې په ځانګړو اهدافو او ارزښتونو پانګونه کړې ده.

ده زیاته کړه، چې مرکل ډاډ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې دغه لاس ته راوڼې به د یوې سلطه غوښتونکې او تاوتریخوالي زېږدونکې ډلې په پښو کې قرباني نه کړي.

که څه هم ښاغلي صالح دا نه دي ویلي، چې له سلطه طلبه ډلې د مېرکل موخه کومه ډله ده، خو د ده له خبرو ښکاري، چې د طالبانو ډله ښيي.

دی وايي، مېرمن مرګل د افغانستان او زیمنس شرکت تر منځ په شوي تړون خوښي وښوده او ویې ویل، چې دغه تړون افغانستان ته د الماني شرکتونو د راتګ او پانګونې زمینه لا زیاته کړي.

د المان لومړی وزیرې مېرمن مرکل هیله ښودلې، چې په راتلونکې کې د افغانستان او المان تر منځ اړیکې تر ډېره اقتصادي اړخ ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com