د ولسمشر لومړی مرستیال:

په نرمه او خبرو نه شوه، د قروغ غره لمن به په زور له غاصبانو خلاصه کړو

9 دلو 1399 ساعت 11:04

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دوی هڅه وکړه، چې د قروغ غر غصب شوې لمن په نرم چلند له وړو وسله والو غاصبانو خلاصه کړي خو ونه شوه.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دوی هڅه وکړه، چې د قروغ غر غصب شوې لمن په نرم چلند له وړو وسله والو غاصبانو خلاصه کړي خو ونه شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د سلواغې ۹ مه د شپږنیمو له غوندې وروسته په خپله فسبوک پاڼه چې په دې برخه کې نرم چلند او مذاکراتو نتیجه ورنه کړه او د قروغ د غره لمنې د غصب لړۍ روانه ده.

ښاغلي صالح زیاته کړې، اړونده ادارو ته دنده سپار شوې، چې هغه وړې وسله والې ډلې، چې د قروغ غره د لمن په غصب کې لاس لري ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

بل خوا ښاغلي صالح د شهزاده سرای له صرفانو غوښتي، چې خپل چار چاپېر ته پاملرنه زیاته کړي او له دولت سره د غلو څخه د دغه سرای په پاکولو کې مرسته وکړي.

دی وایي، دا څوم ځل دی چې د شهزاده سرای مشتریان د پیسو تر اخیستلو وروسته د غلو له خوا څارل کېږي او پیسې ترې غلا کېږي.

ښاغلي صالح وايي، دولت خپل مسوولیت ته متوجه دی او چارواکو ته یې امر کړي، چې څو دغه ډول قضیې په ځانګړي ډول وڅېړي او په وینا یې دغه څېړنه له مخشصو صرافانو پیل شي.

همدارنګه ښاغلي صالح ویلي، د څلورمې حوزې هغه پولیس یې هم په مادي او منعیوي توګه نازولي، چې ځینې ترهګر یې باالفعل نیولي وو.

دی وايي، هغه کس چې د ترهګرو له بریده روغ وتلی له پولیسو سره اړیکه نیولې او ویلي یې دي، چې د پلټنو په برخه کې له پولیسو سره مرسته کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی، چې په پلټنو کې د زیانمن شویو کسانو مرسته کولی شي، دولت د ترهګرو د سرنخ په پیدا کولو کې مرسته وکړي او په دې ډول د نورو دسیسو مخه ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com