هرات کې یو کس خپل پلار او یو قومي مشر وژلي دي

9 دلو 1399 ساعت 11:15

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو کس پر خپل پلار او یوه قومي مشر ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو کس پر خپل پلار او یوه قومي مشر ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د سلواغې ۸ مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار وايي، په دغه ولسوالۍ کې د شیخ احمد په نوم یو کس خپل پلار سید خلیفه سید نور او یو بل قومي مشر عبدالستار په ډزو وژلي دي.

نوموړي د پېښې د علت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، بریدګر له برید وروسته له سیمې څخه تښتېدلی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه د هرات ښار  نوآباد سیمه کې یو بل قومي مشر او دیني عالم هم ناپېژانده وسله والو کسانو په ډژو وژلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com