۰
د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

طالبانو سره د کړې هوکړې ارزونه پیل شوې، شرایطو ته په کتو له افغانستانه وځو

شنبی ۱۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جېک سولیفان وايي، طالبانو سره د شوې هوکړې بیا کتنه پیل شوې او امریکايي ځواکونه به شرایطو ته په کتو له دغه هېواده د وتلو او نه وتلو په اړه پرېکړه کوي.
طالبانو سره د کړې هوکړې ارزونه پیل شوې، شرایطو ته په کتو له افغانستانه وځو
د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جېک سولیفان وايي، طالبانو سره د شوې هوکړې بیا کتنه پیل شوې او امریکايي ځواکونه به شرایطو ته په کتو له دغه هېواده د وتلو او نه وتلو په اړه پرېکړه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سولیفان دغه څرګندونې پرون جمعه د سلواغې ۱۰ مه د امریکا د سولې انستیتیوت ته په یوه انلاین پروګرام کې کړې دي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانستان وضعیت، سولې او له طالبانو سره د امریکا کړې موافقې په اړه څرګندونې کړې ویلي یې دي، په دې اړه جدي بیا کتنه پیل شوې، چې ایا طالبان له موافقې سره سم روان دي او که نه.

هغه د دې په اړه چې آیا د طالبانو سره له کړې موافقې پر اساس به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي که نه و ویل، چې دا موضوع په دریو شریطونو پورې اړه لري.

سولیفان له تروریستي دلو سره د اړیکو پرې کول، په رښتیني ډول د تاوتریخوالي کمول او د اوربند ملاتړ او بالاخره د افغانستان له منتخب حکومت سره د سولې په صادقانه خبرو کې، نه په دروغي خبرو کې ګډون کول درې شرطونه یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه«څه چې اوس موږ کوو، دا دي چې طالبان دا درې شرطونه تر څه حده عملي کړي، موږ به له دې وروسته د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړو او زموږ دیپلوماتیکه ستراتیژي پرمخ روانه ده.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د خزانې وزارت او دفاع وزارت مشران یې وايي، طالبانو طالبانو د اورکم، اوربند، د سولې د جدي خبرو او له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په شان د موافقې شرطونه نه دي پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي