۰

د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمنشي: داعش افغانستان ته لېږدېدلي دي

شنبی ۱۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۰
د شانګهار د همکارۍ ټولنې سرمنشي ولادیمیر نوروف ویلي، د داعش وسله والې ډلې غړي له منځني ختیځه افغانستان ته لېږدېدلي دي.
د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمنشي: داعش افغانستان ته لېږدېدلي دي
د شانګهار د همکارۍ ټولنې سرمنشي ولادیمیر نوروف ویلي، د داعش وسله والې ډلې غړي له منځني ختیځه افغانستان ته لېږدېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولادیمیر نوروف پرون جمعه د سلواغې ۱۰ مه په یوه انلاین کنفرانس کې دغه څرګندونې کړې او ویلي دي، چې داعش د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

دغه کنفرانس کې د افغانستان د سولې پروسه او د شانګهای د همکارۍ ټولنه په نوم د اسلام اباد د پالیسۍ د څیړنیز انستیتیوت له لوري تنظیم شوی و نوروف د افغانستان د پولو په شاوخوا کې د حالاتو د خرابېدو په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي زیاته کړه، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د سیمه ییز تروریستي ضد جوړښت پر اساس، د افغانستان شمال ته د تلونکو جګړه مارو ترهګرو شمېر په زیاتېدو دی.

نوروف خبرداری ورکړ چې داعش په افغانستان کې له معلوماتي او اتصالاتي ټیکنالوژۍ څخه د خپلې ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره کار اخلي.

نوموړي و ویل، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د ټولو هلوځلو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي