۰

دفاع وزارت: هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۱۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
 ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د یو شمېر مشهورو قوماندانو په ګډون د ۳۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
 ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د یو شمېر مشهورو قوماندانو په ګډون د ۳۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د سلواغې ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوی، چې ځینې یې په کې مشهور قوماندانان هم دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې د ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول عبدالولي مشهور په مجاهد، د سرې قطعې مرستیال عتیق الله مشهور په بلال او یو بل قوماندان عبدالخالق مهور په مولوي حاجي اکا شامل دي.
 
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو درې عرادې موټر او ۲۸ میله ډول ډول وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په هلمند او کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي او کابو هره ورځ د مرګ ژوبلې راپورونه ترې ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي