۰

ارګ: د عباس ستانکزي غوښتنه د طالبانو نه، د پاکستان غوښتنه ده

شنبی ۱۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
افغان حکومت د طالبانو د یوه لوړ پوړي غړي شېرمحمد عباس ستاکزي غوښتنې ته په غبرګون کې وايي، دا د عباس ستانکزي نه بلکې د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده.
ارګ: د عباس ستانکزي غوښتنه د طالبانو نه، د پاکستان غوښتنه ده
افغان حکومت د طالبانو د یوه لوړ پوړي غړي شېرمحمد عباس ستاکزي غوښتنې ته په غبرګون کې وايي، دا د عباس ستانکزي نه بلکې د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده.

د جمهور خبري آژانس د طالبانو دغه غړي مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره تر لیدنې وروسته خبريالانو ته ویلي، چې که محمد اشرف غني واک پرېږدي طالبان به سوله وکړي.

ستانکزي په خپلو خبرو کې ویلي دي« که اشرف غني‌جګړه بنده کړي او و وايي، چې استعفا کوي او د سولې لپاره قرباني ‌ورکړي، موږ حاضر یو د نوي حکومت لپاره او په همدې اړه خبرې وکړو.»

خو د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، دا د عباس ستانکزي نه بلکې د هغه چا غوښتنه ده، چې د ده په وینا طالبان یې په غېږ کې نیولي دی.

نوموړي امریکا غږ ته ویلي، چې د افغانستان اساسي‌ قانون د ولسمشر کاري‌ دوره مشخصه کړې او د نظام د مشروعیت اصلي‌ سرچېنه ولس دی.

مینه پال د عباس ستانکزي د ده څرګندونو په غبرګون کې، چې ګڼې ولسمشر غني د واک پرېږدي ویلي، په دې اړه قانون پوره وضاحت لري‌ او د ملا عباس غوښتنې د افغانستان د هغو دښمنانو غوښتنې دي، چې د نظام ختمول غواړي او غواړي موږ بېرته نویمو لسیزو ته ستانه شو.

دا چې د افغانستان دښمنان څو ک دي، مینه پال و ویل«زموږ دښمنان هغه خلک دي چې طالبانو یې په غېږه کې پناه اخیستې او له مذاکراتو وروسته هلته (پاکستان ته) ولاړل او هلته یې کورونه دي، هلته روزل کیږي، تجهیز کیږي‌ او د افغانستان د خلکو په ضد جنګیږي، خلک غواړي همدا نظام وساتل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د موقت حکومنو طرحه ناکامه او هېواد کې د وینو بهېدو ته زمینه برابروي.

ښاغلي غني ویلي، چې طالبان سوله نه غواړي، بلکې پلمې کوي ځکه په وینا یې د طالبانو قومندانانو او نورو غړو لپاره سوله لا هم اجتماعي شوې نه ده، د هغوی مشران له ځانمرګو بریدګرو سره تصویرونه اخلي.

نوموړي نویمو کلونو  ته په اشارې سره و ویل، د موقت حکومت طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومته د کورنیو جګړو او وینې توېدو لامل شوې دي.

دی وايي، طالبانو د سولې تړون لاسلیک کړی، چې باید عملي شي او امریکا او ناټو باید شرایطو او وضعیت ته په کتو قوي دریځ ولري.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې که د سولې له معقولې موافقې پرته افغانستان پرېښودل شي، هره ترهګره ډله به دغه راولېږدي.

ښاغلي غني ویلي، افغانستان د سولې د با مفهومه خبرو لپاره چې خشونت ختم کړي، اماده دی او طالبان هم باید اماده وي.

افغان ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې  و ویل که طالبان دا فکر کوي چې د تاوتریخوالي له لارې به بریالي شي امکان نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي