کابل کې دوه مقناطسي ماین چاودنې، څلور تنه ټپیان شوي

11 دلو 1399 ساعت 10:20

کابو د هرې ورځې په څېر د کابل سهار نن هم په مقناطسي ماین چاودنو پیل شو، چې له امله یې ۴ تنه ټپیان شوي دي.


کابو د هرې ورځې په څېر د کابل سهار نن هم په مقناطسي ماین چاودنو پیل شو، چې له امله یې ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن شنبې د سلواغې ۱۱ مه سهار مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند او د څلورمې ناحیې اړوند سیمو کې شوې دي.

د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ پله سره چاودنه د پولیسو په رنجر موتر شوې، چې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دویمه چاودنه بیا د څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان سیمه کې پر یوه شخصي کرولا موټر شوې، چې له امله یې د عیني شاهدانو په وینا یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دي.

خو د کابل پولیس د دواړو چاودنو به تایید سره وايي، چې دویمه چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې سلیم کاروان سیمه کې درې ورځې وړاندې هم د پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې وه، چې دوه تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135947

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135947/

جمهور
  https://www.jomhornews.com